سویلي امریکا کې د پیرو جمهوریت چارواکي وایي چې ۲۳ افغان کډوال یې د انساني قاچاقچیانو له منګولو ژغورلي دي.
د پیرو لویې څارنوالۍ یوه اعلامیه کې ویلي دغه کسان برازیل سره پولې ته څېرمه په ‘مادرې دې دیوس سیمه’ کې د پولیسو په همکارۍ ترسره شویو عملیاتو کې ژغورل شوي دي.
اعلامیه کې راغلي، په ژغورل شویو کسانو کې ۴ تر څلورو کلونو کم عمره ماشومان دي چې یو پکې ان دوه میاشتنی دی.
د پیرو لویه څارنوالۍ وايي، څېړنو کې ورته مالومه شوې چې قاچاقچیانو دغه کسان په اسانه لارو ایکوادور ته د رسولو په ژمنه تېر ایستي او ډېرې پیسې یې ترې اخیستې دي.
دغو افغان کډوالو ته ویل شوي وو چې دوی به لومړی د پیرو سویل ختیځ کې یوه ځايي ښار ‘پېرتو مالدونادو’، له هغه ځایه پلازمېنې لیما او بیا شمال لوېدیځ کې د ایکوادرو پر پوله ‘تومبېس’ ښار ته ولېږدول شي.
خو دوی په همدې پلمه د پیرو او برازیل د پولې اوږدو کې د ‘مادرې دې دیوس’ سیمې ‘اناپاري’ کلي کې یوه کور ته وړل شوي چې د چارواکو په وینا هلته له خوړو پرته په توقیف کې ساتل کېدل.