د کار او ټولنیزو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د فني او حرفوي زدهکړو له مرکز څخه ٣٦٠ تنه زدهکوونکو د نجارۍ، خیاطۍ او د تعمیراتي برېښنا په برخو کې تر شپږ میاشتینو زدهکړو وروسته فارغ شوي دي.
دغو کسانو نن (دوشنبه د چنګاښ ۱۱مه) د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.
د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي اسلام حسین الهام په دې اړه جوړې شوې غونډې ته ویلي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت تل په دې هڅه کې دی، چې د بېکاره، اړمنو او پر نشهیي توکو روږدو هېوادوالو مرسته او لاسنیوی وکړي.
د هغه په وینا چې یادې موخې ته د رسېدو په لار کې دې ریاست د هېواد په کچه بېلابېل پروګرامونه دایر کړي، چې په تطبیق سره به یې د ډېری هېوادوالو ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي.
د یادولو وړ ده، چې په فارغو شویو کسانو کې له هر یو سره د کندهار کډوالو مؤسسې (KRO) په مالي ملاتړ د اړوندو حرفو د کار وسایلو سربېره ٦٦٠٠ افغانۍ نقدي مرسته هم شوې ده.