په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۱۴ ميلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو شبکې د جوړولو چارې پيل شوې.
د یاد ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې دغه پروژه دکرنې خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې «EATS» له خوا په پکتیا مرکز ګردیز پلي کېږي.
د پکتیا والي محمد حليم فدايي د ډبرې ایښودو پر مهال وویل چې د اوبو لګولو دغه شبکه د یو کال په موده کې به شپړه شي، چې په جوړیدو سره به يې ۱۰۷۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
په همدې حال کې د پکتیا د کرنې رييس محمد دين مومند وویل، چې دکانال د جوړېدو په چارو کې به د سیمې اوسیدونکو ته ۱۱۰۰ کاري ورځې برابر او ترې به مستقیمه ګټه واخلي.