Home » فرهنګی او ټولنیز » پکتیا کې یو ښوونځی د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شو

پکتیا کې یو ښوونځی د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شو

په پکتیا ولایت احمد آباد ولسوالۍ کې د رامک کلا منځني ښوونځي ودانۍ د شاوخوا ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

د پکتیا د پوهنې رئیس استاد کوچی ځاځی رسنیو ته وویل یاده ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د پوهنې وزارت پراختیایي بودیجې له لورې په یو پوړ کې جوړه شوې ده.

د پوهنې رئیس زیاته کړه چې په دې ښوونځي کې ۸ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، کمپیوټر لب، د احاطې دیوال، د زده کوونکو لپاره میز او څوکۍ، د پاکو اوبو څاه او نورې اړینې اسانتیاوي شامل دي.

د یادولو وړ ده چې؛ سږ کال نه یواځې ګڼ شمیر ښوونځي ترمیم بلکې د یو شمیر زیاتو ښوونځيو جوړولو چارې دوام لري چې، ځینې یي ګټې اخستنې ته هم سپارل شوي دي. د ځينو بودیجه د ښار جوړونې وزارت او د ځينو بیا د پوهنې وزارت له لوري ورکول کیږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...