د پکتیا ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته د ۴۹۷ افغان سرتیرو د تسلېمدو په اړه ضد او نقیص راپورونه
دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیع الله مجاهد د تېرې دوشنبې په ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د پکتیا ولایت څمکنو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۴۹۷ افغان ځواکونه له دوی سره یوځای شوي دي.
بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي پرون د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۶مه نېټه) رویداد خبري آژانس ته هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د پکتیا ولایت کې ۴۹۷ افغان سرتیري طالبان سره یوځای شوي وي، نوموړي وویل:” وسله وال طالبان ۹۹ سلنه مواردو کې مستند اسناد نه لري، او یوازې د تبلیغاتي جنګ ابزارو د برابرولو لپاره کوښښ کوي چې ارقام لوړ وښیي.”
په ورته مهال د پکتیا ولایتي شورا غړی عبدالمالک ځاځی رویداد خبري آژانس ته په خبرو کې وویل چې دا خبره له حقیقت څخه لرې خبره ده، او زیاته کړې چې ۴۹۷ سرتیرو تسلېمدل یوه شایعه ده او حقیقت نه لري.
بلخوا نظامي شنوونکی عتیق الله امرخیل وایي چې په جګړې کې تسلېمدل، مرګ ژوبله او همدارنګه ماته او بریالیتوب هم شته.
نوموړی زیاته کړه چې یوشمېر قومندانان په واسطې مقرر شوي چې مسلکي نه دي او نه هم خپلې دندې ته متحد دي، دغسې موارد بیا د سرتیرو روحیه باندې منفي تاثیر کوي او همدارنګه په یوشمېر ولایتونو کې ځېنې سیمې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېږي.