Home » اقتصادی » پکتیا کې د زعفرانو ۲۱ ننداریزې کروندې جوړېږي
رویداد خبري آژانس

پکتیا کې د زعفرانو ۲۱ ننداریزې کروندې جوړېږي

د افغانستان د کرنې ابو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په پکتیا ولایت کې د زعفرانو ۲۱ نندارېزې کروندې جوړېږي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه (د زمري ۱۰مه) رسنیو ته ویلي چې یادې ننداریزې کروندې به په مرکز، احمد ابا، سیدکرم، شواک، ګرده څېړۍ او وزې ځدراڼ ولسواليو کې د زعفرانو د تولید د زیاتوالي او دودولو په موخه جوړ شي.

رستمي په خبره د یادو سیمو بزګرانو ته د زعفرانو د پیازو د وېش لړۍ هم پیل شوې چې هر بزګر ته ۵۰۰ کیلو د زعفرانو تخم ورکول کېږي.

د کرنې وزارت چارواکي وايي، زعفران په لږه ځمکه کې ډېر حاصل ورکوي، د اوبو اړتیا يې کمه، کرنیزې چارې یې اسانه او د پکتیا اقلیم ورته ښه مناسب دی.

د زعفرانو د کر برخه کې دا هڅونې داسې مهال دي چې روان کال د دویم ځل لپاره افغان زعفرانو د کیفیت له پلوه په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...