د ګردېز ښاروالۍ له لوري د ۱۵.۵ ميليونو افغانيو په لګښت دوه ټولګټې پروژې له بشپړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د یادو پروژو د پرانیستلو پرمهال د ګردېز ښاروال وويل، چې د ښاروالۍ پراختيايي بوديجې په لګښت مرکز ګردېز کې کرماشي دوه سړک د ۵۵۵ مترو په اوږدوالي او د ۱۵ مترو په پلنوالي او د خواجه حسن سړک د ۷۷.۵ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په پلنوالي په اساسې ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
نوموړي زیاته کړه، چې يادې پروژې ښاريانو ته د آسانتياوو رامنځته کولو او د ښار پراختيا په موخه پيل شوې وې، چې جوړېدو سره د ښار یو شمېر ساحې له یو بل سره ونښلول شوې او د ګڼې ګوڼې وېشلو سره د ښار ګڼ شمېر ستونزې ورسره حل شوې دي.