نن سه شنبه ( ۱۸ ليندۍ) د پکتیا ولایت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ملي امنیت په یوه عملیاتو کې د وسلوالو یو لوی زیرمتون چې پکې وسلې او مهمات وو، کشف کړي دي.
چارواکو په اعلامیه کې ویلي دغه لوی زیرمتون چې د میرزکي په ولسوالۍ کې کشف شوې، د پکتیا ولایت لپاره د وسلوالو طالبانو نومول شوي والي مولوي اسماعیل مربوط وه.
چارواکي زیاتوي د طالبانو مشر پلان درلود چې دغه مهمات مرکز ګردیز ته انتقال کړي.
په علامیه کې لیکل شوي: دغه بیلابیل ۱۴ ډوله مهمات چې، ۱۱ حلقې بوشکه یې ماینونه، ۶ حلقې ترموزي ماینونه، ۲ د ځانمرګو واسکټونه، د ټانګ ضد يو ماین، د ۸۲ دوه فیره مرمۍ ۱۸ فيره د راکټ مرمۍ، ۲ فيره د مزایل مرمۍ، ۶ بکسې د دوشکې مرمۍ، ۶ حلقې فشارې ماينونه، ۱۲ فيره د هاون سر ګلولې، ۶ عدده ساده ماينونه، ۳۰ کيلو باروت، يو میل انګريزی ټوپک او ۱۰ قبضې لاسي بمونه شامل دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.