Home » افغانستان » پکتيکا او خوست کې د زلزلې له امله د شهيدانو شمېر ۳۲۰ تنو ته پورته شوی

پکتيکا او خوست کې د زلزلې له امله د شهيدانو شمېر ۳۲۰ تنو ته پورته شوی

په پکتيکا او خوست کې د تېرې شپې زلزلې له امله د شهيد او ټپي شوو کسانو شمېر له لومړنيو هغو د پورته کېدو په حال کې دی.

طبيعي پېښو د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستيال محمد نسيم حقاني رسنيو ته ويلي، له پکتيکا څخه تازه ترلاسه شوې شمېرې ښيي دغلته ۲۵۵ تنه شهيدان او ۱۵۵ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي ويلي چې ياد ټپي شوي کسان د امنيتي ځواکونو او عامو خلکو له لوري روغتونونو ته لېږدول شوي او روغتونونو ته د رسېدلو روغتيايی ټيمو له لورې يې درملنه دوام لري.

حقاني زياته کړې چې له پکتيکا وروسته خوست بيا د زلزلې له امله د زيانمنېدو له مخې دويم ولايت دی. د نوموړي په خبره د خوست په سپيرې ولسوالۍ کې د خلکو د استوګنې کورونو د ړنګېدو له امله ۶۵ تنه شهيدان شوي دي.

له غرمې وړاندې پېښو د رسېدو په چارو کې د دولت سرپرست وزير خبر ورکړی و، چې د زلزلې ځپلو سيمو ته د روغتيا، ټولګټو، ټرانسپورټ، د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو مرستندويه ډلې رسيدلي دي.

نوموړي زياته کړې چې له خاورو د لاندې شوو کسانو را ويستل دوام لري او ټپيان د ځمکني او هوايي ټرانسپورټ له لارې روغتونونو ته لېږدول کېږي.

د امريکا د جيولوژيکي څېړنو ادارې په دې اړه ويلي، چې د يادې زلزلې شدت د ريښتر په کچه ۶.۱ درجې اټکل شوی او مرکز يې د خوست د سوېل لوېديځ ته په ۴۴ کيلومترۍ کې دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...