Home » افغانستان » پکتيا کې د نجونو ښوونځي بيا تړل شوي او زده‌کوونکو يې له امله لاريون کړی

پکتيا کې د نجونو ښوونځي بيا تړل شوي او زده‌کوونکو يې له امله لاريون کړی

که څه هم په پکتيا کې د قومي مشرانو په غوښتنه له شپږم ټولګي د نجونو پورته ښوونځيو پرانيستل له هرکلي سره مخ شول، خو له لږ دوام وروسته دغه ښوونځي بيا د نجونو پرمخ تړل شوي.

نن شنبه د (وږي په ۱۹مه) په ګردېز ښار کې له شپږم ټولګي د پورته ټولګيو زده‌کوونکو نجونو لاريون وکړ او له حکومت يې وغوښتل، چې پرمخ دې يې ژر تر ژره ښوونځي بېرته پرانيزي.

زده‌کوونکي نجونې زياتوي، چې په شريعت کې د نجونو د زده‌کړو په اړه هېڅ ډول ممانعت نه دی وضعه شوی او په خبره يې نه هم په پکتيا کې فرهنګي ستونزې د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې خنډ شوي دي.

دوی وايي، د قومي مشرانو په منځګړيتوب د ښوونځيو پرانيستو دا جوته کړه، چې په پکتيا کې فرهنګي ستونزې نشته او د نجونو د زده‌کړو مخه نه شي نيولی.

دوی ټينګار کوي، چې حکومت دې له شريعت سره سم د زده‌کړو حق ورکړي او ګني په دې اړه به خپلو اعتراضونو ته په راتلونکي کې هم دوام ورکړي.

له کابل وروسته پکتيا دويم ولايت دی چې قومي مشران او په خپله په کې نجونې د ښوونځيو د پرانيستې غوښتنه کوي.

دغه ښوونځي وروسته له هغې بيا ځلي وتړل شول، چې تېره اوونۍ يې د پرانيستو په اړه د راپورونو له خپرېدو سره د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد په ډاګه کړه، چې دغلته د ښوونځيو د پرانيستو په اړه څېړنې کوي او په خپره يې مالوبه شي، چې ياد ښوونځي د چا په امر خلاص شوي دي.

خبريال: احسان‌الله احسان

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...