Home » افغانستان » پښتين په قبايلي سيمو کې د نوې جګړې د احتمالي پيلېدو خبرداری ورکړی

پښتين په قبايلي سيمو کې د نوې جګړې د احتمالي پيلېدو خبرداری ورکړی

د پښتون ژغورنې غورځنګ پرون يک‌شنبه د (غبرګولي په ۱۵مه) د سوېلي وزيرستان په واڼه کې لويه ولسي غونډه چې د نوموړي غورځنګ زرګونه پلويانو په کې ګډون کړی و، ترسره کړه.

دې غونډه د وينا پرمهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وويل، چې په قبايلي سيمو کې د ناامنيو تازه څپه راپورته شوې او په توګه يې په يادو سيمو کې د نوې جګړې د احتمالي پيلېدو خبرداری ورکړ.

دې په پام سره نوموړي د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ډلې ترمنځ د سولې مذاکرات د پوښتنې وړ بللي او ويلي يې دي، چې له د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ پر سولې سربېره په قبايلي کې په بشپړه توګه د ناامنۍ له منځه وړلو تضمين څوک ورکولی شي؟

د پښتين په خبره، دامهال په قبايلي سيمو کې د يوې نوې جګړې د پيلولو په موخه چمتووالی روان دی او د نوموړي په وينا د همدې نوې جګړې بيه به هم د قبايلي سيمو اوسېدونکي پرې کوي.

پښتين زياته کړه، چې قبايلي اوسېدونکي د جګړې او ناامنۍ له درکه ډېر زيانمن شوي او تل د ناامنۍ په ترڅ کې د عملياتو په پلمه د دوی شتمنۍ لوټل شوي؛ خو په وينا يې خلک له دې زيات دې کار ته نه دي چمتوو.

منظور احمد پښتين د عارف وزير او ارمان لوڼي ترڅنګ د خړ کمر او واڼه پېښو قربانيانو په شمول د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوو کسانو ارواوو ته د درناوي مراتب وړاندې کړل او دغه راز يې په کلکه د پاکستان له حکومت غوښتنه وکړه، چې علي وزير، وېس ابدال، حنيف پيښتين، قاضي طاهر او د پښتون ژغورنې غورځنګ نور نيول شوي غړي له زندان ازاد کړي.

نوموړي د پاکستان پر حکومت تور پورې کړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړوند قضيو کې پڅ عمل کوي او د دې غورځنګ د وژل شوو غړو د قضيو په تور يې هېڅوک نه دي نيولي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...