د پښتون ژغورنې غورځنګ يا PTM پرون يکشنبه د (لړم په ۲۲مه) د بنو په جانيخېلو سيمه کې د امن په پلوۍ او د ترهګرۍ د مخنيوي په موخه ولسي سمينار ترسره کړ او د مختليفو سيمو لسګونه اوسېدونکو په کې برخه لرله.
د سمينار پرمهال په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ناامنيو پر لاملونو او دغه راز د امن ټينګولو پر لارو چارو خبري وشوې. د سمينار ګډونوالو ټينګار درلود چې د پاکستان حکومت دې په يادو سيمو کې د خپل مسووليت په ادا کولو سره د ناامنۍ مخه ونيسي.
دوی ادعا لري، چې په قبايلي سيمو کې يو وار بيا وسلهوال د انسجام په حال کې دي او حکومت ته په کار دي چې د ياد کار مخنيوی وکړي.
له دې سره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين د امن په پلوۍ دې سمينار ته د وينا پرمهال وويل، چې نور په خپله خاوره له دې زيات خلک د ناامنۍ او جګړې زغم نه لري.
نوموړي زياته کړه، د ترهګرۍ او ناامنۍ خلاف د خلکو وروستي پاڅونونه د دې ښکارندوی دي، چې پښتانه له جګړې او ترهګرۍ کرکه لري. پښتين ټينګار وکړ، چې پر خپله خاوره او سرچينو د واک لرلو په موخه اړتيا ده، څو پښتانه په خپلو کې په يوه خوله او د يووالي پر ټغر راټول شي.
نوموړي له دې وړاندې په باجوړ کې د ترهګرۍ خلاف ولسي پاڅون ته د وينا پرمهال د پاکستان پوځ تورن کړ، چې په قبايلي سيمو کې په سيسټماټيکه توګه هڅه کوي څو ترهګري بېرته احيا او دا سيمې بيا د خپلو موخو لپاره ناامنه کړي.