د پښتون ژغورنې غورځنګ يا PTM نن يکشنبه د (لېندۍ په ۲۱مه) د جنوبي وزيرستان په ټانک سيمه کې لويه ولسي غونډه چې زرګونه ميلتپاله ځوانانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو په کې برخه لرله، ترسره کړه.
يادې غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼو فعالانو خبرې وکړې او په کې يې په قبايلو، بلوچستان او پښتونخوا سربېره په پاکستان کې له پښتنو سره د روان روز زياتي درولو غوښتنه وکړه.
د ټانک دې غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په خپلو خبرو کې وويل، د پاکستان رياست دې د علي وزير، حنيف پښتين، وېس ابدال او د دغه غورځنګ نورو غړو ترڅنګ دې ټول بې ګناه نيول شوي کسان خوشي کړي.
نوموړي ټينګار وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په هېڅ صورت د خپلو بندي فعالانو له حقونو تېرېدونکی نه دی او د دوی خلاصون په موخه به خپله مبارزه جاري ساتي.
پښتين دغه راز دغه د پاکستان حکومت تورن کړ چې په قبايلو کې د ځمکو پر سر د لانجو پرمهال خلک جګړې ته هڅوي او ان وسلې هم پرې وېشي. نوموړي له قومي مشرانو وغوښتل چې د ځمکو پر سر جګړو ته اجازه ورنه کړي او ورته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين دغه راز په افغانستان کې هم پر روانو هدفي وژنو اندېښنه وښوده او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې په افغانستان کې د يادو وژنو او د خلکو اقتصادي وضعيت له خرابېدو مخنيوی وکړي.
نوموړي زياته کړه چې افغان ځوانان د زدهکړو او تحصيل بشپړ حق لري او په خبره يې همدې حق ته په پام سره دې په افغانستان کې د نجونو او هلکانو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي.
ټاکل شوې د پښتون ژغورنې غورځنګ په روان ډيسمبر کې د خپلو بندي فعالانو د خلاصون په موخه په کراچۍ کې هم لويه ولسي غونډه او پرلت وکړي او له هغې وروسته به له خپلو زرګونه پلويانو سره يو ځای اسلاماباد ته پر اعتراض ځي.