Home » افغانستان » پښتون ژغورنې غورځنګ په کرچۍ کې د پاکستان پر حکومت خپلې غوښتنې ومنلې

پښتون ژغورنې غورځنګ په کرچۍ کې د پاکستان پر حکومت خپلې غوښتنې ومنلې

د پښتون ژغورنې غورځنګ له نږدې يو مياشتني پرلت وروسته واتوانېد، چې پر حکومت خپلې مشروع غوښتنې ومني.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظر احمد پښتين بېګاه شپه د (کب په ۱۷مه) پرلت‌والو ته وويل، په ياده موده کې يې د سند له حکومت سره ۴ څلور ځله مذاکرات کړي؛ خو په خبره يې په وروستي پړاو کې دا مذاکرات بريالي شول.

نوموړي زياته کړه، چې د سند حکومت ورته په يوه مياشت کې دننه د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو منل کېدو ډاډ ورکړی او په دې اړه يې ترې لېکلی سند هم اخيستی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د سند حکومت ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به، په يوه مياشت کې دننه د علي وزير د خلاصون ترڅنګ په کراچۍ کې د نوموړي غورځنګ پر غړو ثبت شوې قضيې تړل کېږي، د مېشتو عامو پښتنو او سوداګرو ستونزې به حلېږي او دغه راز د نقيب‌الله مسيد قاتل راو انور چې د پاکستاني پوليسو افسر دی، هم نيول کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين پرېکړه کړې چې د يادو ژمنو تر عملي کولو پورې به تر يوې مياشتې په کراچۍ کې پرلت ځنډوي او په خبره يې که دا غوښتنې ونه منل شي، نو د پښتون ژغورنې غورځنګ به په جدي توګه بيا خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

له دې سره پښتين دا خبر هم ورکړی چې د حنيف پښتين او وېس ابدال د خلاصون په موخه به چې د غورځنګ مخکښ غړي دي، د روانې مارچ مياشتې په ۱۵مه په بنو او د همدې مياشتې په ۱۸مه به په کووټې کې ورته پرلتونه پيلوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...