د پښتون امن قومي جرګه پرون د عوامي ملي ګوند په بلنه د پېښور په باچاخان مرکز کې ترسره او په کې په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ناامنۍ، هدفي وژنو پر مخنيوي او دغه راز له تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستان حکومت پر روانو مذاکراتو خبرې خبرې وشوې.
په دې جرګې کې د عوامي ملي ګوند، مسليمليګن، پښتون ژغورنې غورځنګ، ملي تحريک، جماعت اسلامي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پيپلز ګوند او د بشري حقونو فعالو بنسټونو استازو ګډون کړی و.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين دې جرګې ته په خبرو کې د پاکستان حکومت د پښتنو پر وړاندې د نوې دسيسې پر جوړولو تورن کړ.
نوموړی وايي، چې د پاکستان حکومت له تحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په پلمه د پښتنو په سيمو کې يو وار بيا وسلهوال ځای پر ځای کړي او عملا يې تحرکات هم شروع کړي دي.
پښتين زياته کړه، چې د نوموړي په شمول پښتانه سياستوال او عام خلک له تحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو مخالف نه دي؛ خو په خبره يې دوی د يادو مذاکراتو تر شا د هغو دسيسو مخالف دي، د پاکستان حکومت په ځانګړې توګه د پاکستان پوځ د پښتنو خلاف طرحه کړي.
د پښتون امن قومي جرګې له پای ته رسېدو وروسته د عوامي ملي ګوند د پښتونخوا صوبايي مشر اېمل ولي خان رسنيو ته ويلي، چې په دې جرکه کې تحريک طالبان پاکستان ته د قبايلي سيمو د واک پر سپارلو، عدالت ته د ورکو شوو کسانو پر حاضرولو، د هدفي وژنو پر مخنيوي، د وسلهوالو له لوري د باج اخيستو پر مخنيوی او دغه راز د علي وزير پر خوشې کولو د ګډونوالو له لوري ډېر تمرکز شوی.
نوموړي ويلي، د جرګې غړو په يوه خوله له تحريک طالبان پاکستان سره داسې مذاکرات چې يادې ډلې ته د پښتنو سيمي ورسپاري ردوي.
اېمل ولي خان زياته کړې، چې له يادې ډلې سره په مذاکراتو کې له ترهګرۍ د زيانمنو شوو کورنيو او دغه راز د پارلمان نظر او اراده بايد شامله وي.