Home » افغانستان » پښتونخوا او خيبر اېجنسۍ کې د اورښتونو له امله ۱۸ تنه مړه شوي

پښتونخوا او خيبر اېجنسۍ کې د اورښتونو له امله ۱۸ تنه مړه شوي

د ځينو راپورونو له مخې په خيبر پښتونخوا او خيبر اېجنسۍ کې د واورو او بارانونو اورېدو له امله خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

د پښتونخوا د طبيعي پيښو د مخنيوي ادارې ويلي، چې پرون سې‌شنبه د (مرغومي په ۲۱مه) د بارانونو او واورې اورېدو له امله په چارسده، کرک، خيبر ايجنسۍ او بر دير کې زيات خلک اغېزمن شوي دي.

د يادې ادارې د مالوماتو له مخې، په لنډي کوتل او تېرا کې د زيات اورښت له امله د خلکو د استوګنې يو شمېر کورونه هم نړېدلي دي. د قبايلي اېنجسيو په شمول په پښتونخوا کې ټول‌ټال د ۱۸تنه مړه، ۴۶ ټپي او شاوخوا ۱۰۹ کورونه د وروستيو اورښتونو په ترڅ کې ړنګ او وېجاړ شوي دي.

ځايي چارواکو خبر ورکړی چې په يادو اورښتونو کې له زيانمنو شويو کورنيو سره يې د مرستې کولو لړۍ پيل کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...