د پاکستان ولسواک غورځنګ يا PDM مشران وايي، داسې يوه نوې طرحه يې جوړه کړې چې پر مټ به يې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت په لنډه موده کې را وپرځوي.
د دغه غورځنګ مشرانو دا څرګندونې پرون يکشنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) په سوات کې لويې ولسي غونډې ته کړې دي.
د پاکستان ولسواک (جمهوري) غورځنګ مشر مولانه فضل الرحمن ويلي، د واکمن تحريک انصاف ګوند له لوري د پاکستان تشکيل شوی حکومت له دې کبله جمهوري نه دی چې هېڅ واک نه لري.
نوموړي ټينګار کړی چې د پاکستان د پايښت خونديتوب په موخه د دغه حکومت له منځته وړل حتمي او ضروري دي.
په ورته وخت کې د مسليمليګ ن ګوند يوه مشر شهباز شريف بيا د عمران خان حکومت تورن کړی چې ګواکې پاکستان يې تبا او برباد کړی دی.
نوموړي يادې غونډې ته د خبرو پرمهال وويل، د حکومت ناسمو اقتصادي پاليسو له وجې دا مهال پاکستان له سخت اقتصادي کړاو سره مخ دی.
په همدې حال کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم د پاکستان پر موجوده حکومت توندې نيوکې وکړې او زياته يې کړه چې د پاکستان لوپوړي پوځي چارواکي د دغه هېواد قانون تر پښو لاندې کوي او همدا چاره د نوموړي هېواد د بربادۍ سبب شوې ده.
د پاکستان ولسواک غورځنګ د دغه هېواد له ۱۱ سياسي ګوندونو تشکيل شوی او ادعا کوي چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې د عمران خان په ګټه درغلي شوې ده او نوموړی دې د خپلې استعفا له لارې نويو ټاکنو ته لار هواره کړي.