د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د پاکستان حکومت په زندان کې د بندي علي وزير روغتيايي وضعيت ته پاملرنه نه کوي او نوموړی په زندان کې له سخت روغتيايي وضعيت کړېږي.
علي وزير د تېرې شنبې په ماښام د کراچۍ جناح روغتون ته د ناسم روغتيايي وضعيت له امله لېږدول شوی و. نوموړي د معدې او نس درد له امله شکايت درلود او د ستونزې له زياتېدو سره، روغتون ته لېږدول شوی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ويلي، دامهال د علي وزير روغتيايي وضعيت ښه دی؛ خو تر اوسه له روغتون څخه نه دی رخصت شوی.
علي وزير د شکر ناروغي هم لري او ډېر وخت په زندان کې د همدې ناروغۍ له امله له سخت کړاو سره مخ کېږي. د يادې ناروغۍ له امله څو ځله له زندان څخه روغتون ته هم لېږدول شوی دی.
نوموړی د تېر ۲۰۲۰زېږديز کال په جنوري کې په پېښور کې ونيول شو او د پاکستان حکومت له لوري تور دی چې د کراچۍ په سهراب کوټ کې يې د پاکستان د پوځ او حکومت پر ضد پاروونکې خبرې کړي دي.