د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين اعلان کړی چې د روانې نومبر په ۲۸ به په کووېټې کې د دغه غورځنګ مخکښ علي وزير، حنيف پښتين، وېس ابدال او دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو نيول شويو غړيو د خلاصون په موخه پراخه ولسي اعترضيه غونډه ترسره کوي.
پښتين په دې اړه خپل فېسبوک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو او پلويانو غږ کړی چې د يادې اعتراضيه غونډې د پرجوشه ترسره کولو لپاره دې سره اوسه لاس په کار شي.
له دې اعلان يوه ورځ وړاندې د علي وزير ميرمن ساهره علي له مشال راډيو سره په مرکه کې ويلي وو، چې د علي نشتون يې سخته ځوروي او ان وخت ناوخت د ځان وژنې په اړه هم فکر کوي.
نوموړې د پاکستان پر حکومت تور پورې کړی چې علي وزير يې د نامالومې ګناه په جرم زنداني کړی او د ژمنو خلاف يې له زندان نه ازادوي.
د ساهرې علي دې مرکې په ټولنيزو رسنيو کې د پاکستان پر حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلويانو او پښتنو ملتپالو سخته غوسه را پارولي او ويلي يې دي، چې علي وزير د حقغوښتنې مبارزې په ميدان کې د پاکستان د سترګو اغزی دی؛ ځکه يې بندي ساتلی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وړاندې ويلي و، که اعترضيه غونډو پايله ورنه کړه نو د علي وزير د خلاصون په موخه به له بلوچستان او قبايلي سيمو نيولې تر پښتونخوا او له هغه ځايه به له ګڼ شمېر خلکو سره په ګډه د اسلاماباد پر لور اعتراضيه پلی حرکت پيلوي.