Home » فرهنګی او ټولنیز » پوهنې وزارت: کاپیسا کې د دوو ښوونځیو نوې ودانۍ پرانېستل شوې
رویداد خبري آژانس

پوهنې وزارت: کاپیسا کې د دوو ښوونځیو نوې ودانۍ پرانېستل شوې

د افغانستان د پوهنې وزارت په کاپیسا ولایت د کوهستان لومړۍ حصې د قلعه میر پفدم د نجونو او د نجراب ولسوالۍ زکریا خلیل د هلکانو د ښوونځیو نوې ودانۍ د جوړېدو خبر ورکړی دی.

رویداد خبري آژانس

د پوهنې وزارت د یوه اعلامیې په خپرولو سره ویلي:” د دې ودانیو په پرانستلو سره به د زرو تنو زده کونکو ستونزه د درسي خونو د نشتوالي له امله حل شي.د یادو ښوونځيو ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په مالي مرسته د ۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت جوړه شوي، چې هره ودانۍ ۱۰ درسي خونې او نور ښوونیزې آسانتیاوې لري چې د ودانیو له پرانېستلو سره سلګونه زده کوونکو ته د زده کړو لپاره خوندي درسي چاپېریال برابر شویدی.”

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...