باختر خبري اژانس نن چهارشنبه د (وري په ۳مه) د پوهنې وزارت په حواله ويلي، چې له شپږم څخه د لوړو ټولګيو ښځينه زدهکوونکي تر دويم امر پورې ښوونځيو ته نه شي تللی.
دې اژانس زياته کړې، چې د لوړو ټولګيو د ښځينه زدهکوونکو پر مخ به تر هغې د ښوونځيو دروازې بندې وي، څو چې د شريعت او افغاني فرهنګ په چوکاټ کې ښوونځيو ته د تګ په موخه د نجونو لباس نه وي ترتيب شوي.
پوهنې وزارت ويلي، چې دامهال د لوړو ټولګيو د ښځينه زدهکوونکو پر مخ د ښوونځيو پرانيستو يوې طرحې پر چمتوو کولو بوخت دي.
د نوي ښوونيز کال له پيل سره د اسلامي امارت له لوري د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازو بند ساتلو په ټول هېواد کې د عامو خلکو توند غبرګونونه را پارولي او حکومت تورنوي چې د ناسم منطق په پر بنسټ د نجونو د زدهکړو مخه نيسي.