Home » سیمه او نړی » پولیسو د پاکستان تحریګ انصاف ګوند یو شمېر مشران هم نیولی دی

پولیسو د پاکستان تحریګ انصاف ګوند یو شمېر مشران هم نیولی دی

پولیسو د تحریک انصاف ګوند دوه مهم مشران شاه محمود قریشي او اسد عمر په اسلام اباد کې نېولی دی. په یوه وېډیو کې لېدل کېږي چې اسد عمر د پولیسو له خوا موټر ته خېژول کېږي.

همدا ډول جیو نیوز ټلویزیون د چهارشنبې مازدیګر راپور ورکړ، چې د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د تحریک انصاف مرستیال شاه محمود قریشي هم د پولیسیو لخوا نیول شوی دی.

د اسلام اباد د پوليسو وياند شهزاد ملک خبريالانو ته وویل، چې اسد عمر یې د “سولې فضا” د خرابولو په تور نیولی دی.

اسد عمر د عمران خان د واکمنۍ پر مهال ایالتي وزیر هم و.

په اسلام اباد کې د پولیسو او لاریونیانو ترمنځ اخ ډب هم شوی دی.‌ اسلام اباد ته ګڼې غځېدلې لویې لارې تړل شوې دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...