د پاکستان پوليسو هغه اوازې رد کړې، چې ويل کېدل پوليسو د اسلاماباد په بني ګالا کې د مخکيني لومړي وزير عمران خان کور محاصره کړی او د نوموړي د نيولو هڅه يې کړې.
امنيتي چارواکو تائيد کړې چې د نوموړي کور ته څېرمه سيمو کې پوليس ځای پر ځای شوي وو؛ خو زياتوي چې دا کار د عمران خان د نيول په موخه نه، بلکې په سيمه کې د امنيت ټيڼګولو په موخه شوی.
د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړي فواد چودري بېګاه شپه په خپل ټوېټر کې د خپل ګوند له غړي او پلويانو غوښتي وو، چې په بني ګالا کې د عمرا خان کور ته ځان ورسوي.
نوموړي دا نه وه واضيح کړې، چې د عمران خان کور ته څېرمه څه روان دي؟ خو په ياده سيمو کې د پوليسو له غونډېدو سره داسې اوازې خپرې شوې، چې ګواکې د عمران خان د نيولو لپاره راغلي دي.
له دې پېښې يوه ورځ وړاندې عمران خان د اسلاماباد په لياقت باغ سيمه کې د خپلو پلويانو يوې غونډې ته د وينا پرمهال د علي جاوېد په نوم د پوليسو يوه افسر او دغه راز د زېبا چودري په نوم يوې فډرالي قاضۍ ته ګواښ کړی و.
د همدې ګواښ له امله د اسلاماباد په مارګلې کې د ترهګرۍ مخنيوي قانون له مخې د عمران خان پر ضد قضيه ثبت شوې.
نن دوشنبه عمران په ياده قضيه کې خپل ضمانت نه دی وړاندې کړی؛ خو په ځينو راپورونو کې ويل شوي، چې ترهګرۍ مخنيو قانون له مخې په درج شوې قضيه کې ضمانت نه منل کېږي.