Home » سیمه او نړی » پوتین مغولستان ته سفر وکړ

پوتین مغولستان ته سفر وکړ

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د مغولستان پلازمېنې اولان‌باتور ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له ولسمشر «اوخناگین خورلسوخ» سره کتلي دي.

دا سفر (دوشنبې، د وږي ۱۲مه) له جاپان څخه د مغولستان او شوروي د پینځه اتیا کلیزې د ګډې بریا په مناسب ترسره شوی دی.

پروسږ کال د کیفري نړیوالې محکمې لخوا د پوتین د نیولو له حکم وروسته دا د پروتین لومړي سفر دی چې د کیفري نړیوالې محکمې غړي هېواد ته یې کړی. کیفري نړیوالې محکمې هغه له اوکراین څخه په غیرې قانونې توګه د ماشومانو په قاچاق تورن کړی دی.

بلخوا اوکراین د پوتین د دغه سفر پر وړاندې غبرګون ښودلی او مغولستان یې په جګړییزو جنایتونو په شراکت تورن کړی دی.

پوتین په دې سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او صنعتي اړیکو په پراخوالي ټینګار کړی او د مغولستان د ګازو د لین جوړولو هغې پروژې ته یې هم اشاره کړې چې چین او روسیه له یوبل سره نښلوي.

مغولستان د روسیې لخوا پر اوکرایین د برید پر وړاندې کوم غبرګون نه دی ښودلی او د ملګرو ملتونو لخوا د دې موضوع اړوند په رایې اچونه کې یې هم ګډون نه دی کړی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...