د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین (چهارشنبې، د تلې ۴مه) اعلان وکړ چې ټول لوېدیځ هېوادونه چې اټومي وسلې لري که د اوکراین لخوا پر روسیه په برید کولو کې مرسته وکړي، مسکو به دا اقدام د روسیې په فدرسیون ګډ برید وبولي.
پوتین دا موضوع د خپل هېواد د امنیت شورا په غونډه کې مطرح کړې، هغه شورا چې د روسیې د اټومي وسلو په تګلاره کې د بدلون د وړاندیزونو د بیاکتنې په اړه وي.
هغه زیاته کړې چې “د روسیې فدراسیون باندې د ګډ برید” وړاندیز کې د هېواد د اټومي نظریې د بیاکتنې نسخه شامله ده. لا دا نه ده څرګنده چې ایا روسیه به د دغه ډول برید ځواب په اتومي وسلو سمبال کړي، خو د نویو وړاندیزونو په چوکاټ کې د دغو وسلو د کارولو خبره راپورته شوې ده.
د روسیې ولسمشر په وار وار امریکا او ناټو ته خبرداری ورکړی، چې که اوکراین ته اجازه ورنه کړي، چې د روسیې پر ضد لوېدیځ اوږد واټنه وسلې وکاروي، دا کار د روسیې او ناټو هېوادونو ترمنځ د جګړې دروازې پرانیزي.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن له اوکراین سره د ۳۷۵ میلیونو ډالرو په ارزښت نوې پوځي مرستې اعلان کړې. د ملاتړ په دې بسته کې راکټ لانچرونه، کلستر مهمات او سپک جنګي وسایط شامل دي