د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل اذربایجاني سیال، الهام علي یف څخه د اذربایجان د هوايي شرکت د الوتکې د نسکورېدو له امله بښنه غوښتې ده.
د اذربایجان هوايي شرکت یوه الوتکه چې ۶۷ مسافر په کې سپاره وو، د جمعې په ورځ له باکو څخه روسیې ته الوتنه وکړه چې د قزاقستان په اقتاو سیمه کې نسکوره شوه. په دې پېښه کې ۳۸ کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
کرملین پرون ویلي چې پوتین له علي یف سره په ټیلفوني خبرو کې ویلي، کله چې اذربایجاني الوتکې غوښتل د چچنیا په مرکز ګروزني کې ښکته شي، د روسیې هوايي دفاعي ځواکونو هڅه کوله چې د اوکرایني بې پیلوټه الوتکې د برید مخه ونیسي.
د کرملین په بیان کې ویل شوي، پوتین د روسیې په هوايي حریم کې د پېښې له امله بښنه غوښتې ده. دا چې پوتین ومنله چې د چچنیا په خاوره کې د اذربایجان الوتکه زیانمنه شوې، مګر هغه د دې حقیقت په اړه څه نه دي ویلي چې دا الوتکه د روسیې په راکټ ویشتل شوې وه.