د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په افغانستان کې د کډوالۍ بحران په اړه اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې دغه بحران اقتصادي او نظامي عوامل لري.
نوموړي د (Russia1) په نوم له يوه روسي ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، په افغانستان کې د کډوالۍ اوسنی بحران چې د اقتصادي او نظامي عواملو له مخې رامنځته شوی، مسوول يې لوېديځ هېوادونه دي.
پوتين زياته کړې، چې لوېديځ هېوادونو په افغانستان کې شل کاله جګړه وکړه؛ خو له جګړې وروسته ته يې افغانان په سپين ميدان يوازې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان پرېښودل.
نوموړي دغه راز د لوېديځ هېوادونو له لوري په عراق کې هم د کډوالۍ وضعيت اېجاد ته اشاره کړې او ويلي يې دي، چې يادو هېوادونو ورته عمل په عراق کې هم چې د دغه هېواد د کډوالۍ بحران لامل شوی، وکړ.
له دې وړاندې هم د روسيې بهرنيو چارو وزارت ويلي و، چې امريکا او متحدانو يې په سوريې او لېبيا کې له بشري وضعيت زدهکړه ونه کړه او دامهال يې په افغانستان کې په دې اړه غير واقعي دريځ نيولی دی.