د روسيې ولمسشر ولاديمير پوتين د اوکراين په څلورو هغو سيمو کې مارشلا اعلان کړې، چې تېره مياشت يې په خپله خاوره کې الخاق کړي دي.
نوموړي پرون چهارشنبه ناوخته د (تلې په ۲۷مه) د ملي امنيت شورا ناستې ته ويلي چې په خېرسون، ډونېڅک، لوهانسک او زاپورېژيا کې يې د مارشلا د اعلانولو حکم لاسليک کړی دی.
پوتين دا نه ده څرګنده کړې چې په اعلان شوې مارشلا کې کوم اقدمات شامل دي؛ خو ويلي يې دي، چې ياده مارشلا به نن پنجشنبه د شپې نافذه شي.
خو د لوېديځ ځينو رسنيو بيا ويلي، چې ښايي د خلکو ګرځبنديز، د رسنيو محدودول، د اعتراضونو مخنيوی او د امنيتي ځواکونو د صلاحيتونو زياتولو ترڅنګ ګڼ نور موارد هم د ولسمشر پوتين له لوري په اعلان شوې مارشلا کې شامل وي.
ولسمشر پوتين دا مارشلا داسې مهال اعلانوي چې امريکا، برېتانيې او فرانسې د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه؛ روسيې ته د ايران له لوري د ځانمرګي ډرون الوتکو د ورکولو پر وړاندې د جدي اقدماتو غوښتنه کړې ده.
خو په ملګرو ملتونو کې د ايران استازي بيا تازه په تازه د يادو هېوادونو دا ادعا رد کړې، چې ګواکې ايران غواړي روسيې ته ځانمرګي ډرون الوتکې د اوکراين جګړې لپاره ورکړي.