د روسيې ولسمشر ولادي ميرپوتين وايي، دامهال په افغانستان د داعش جنګياليو شمېر لږ تر لږه ۲زره کسانو ته رسېږي چې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د ننوتلو او روسيې ته د نږدې کېدو هڅه کوي.
نوموړي دا خبرې پرون جمعه د (تلې په ۲۳مه) د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو په سرمشريزه کې د هغو خپلو څرګندونو په تعقيب سره کړي، چې ګواکې په خبره يې يو شمېر داعش جنګيالي له سوريې او عراق څخه افغانستان ته لېږدول شوي او هڅه کوي چې د منځنۍ اسيا او په ځانګړې توګه د روسيې امنيت له خطر سره مخ کړي.
پوتين زياته کړې چې د افغانستان په شمال کې مېشت د داعش دغه جنګيالي هڅه کوي چې په منځنۍ اسيا هېوادونو کې نفوذ وکړي او په سيمه کې بحران او مذهبي کرکه زياته کړي.
د نوموړي په خبره د داعش ډلې دغه جنګيالي په دې هڅه کې دي چې د کډوالو په جامه کې له افغانستان څخه د منځنۍ اسيا هېوادونو ته دننه او حتا روسيې ته نږدې شي.
د ولسمشر پوتين تېرې څرګندونې د اسلامي مارت له لوري رد شوي او په اړه يې ویلي، داسې اسناد او شوهد نشته چې له عراق او سوريې څخه د داعش ډلې د جنګياليو انتقال ثابت کړي.
د داعش په تړاو دا وروستي دريځونه داسې مهال دي چې ټاکل شوې د روانې اکټوبر په ۲۰مه په روسيه کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه ترسره شي.
روسيې اسلامي امارت هم د يوې ډلې په توګه يادې غونډې ته بللي او اسلامي امارت هم تائيد کړې په ياده غونډه کې به يې د رئيسالوزرا مرستيا عبدالسلام حنفي په مشرۍ پلاوی برخه واخلي.