کريملین تایید کړه چې د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د واګنر د اجیرو ملېشو له مشر یوګیني پرګوژین او د دې ډلې له قومندانانو سره کتلي.
د واګنر د اجیرو ملېشو له مشر یوګیني پرګوژین سره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د لیدنې خبر لومړی وار فرانسوۍ ورځپاڼې لیبراسیون ورکړی وو او د دوشنبې په ورځ کريملین هم تایید کړ.
د کريملین ویاند دیمیتري پیسکوف د دوشنبې په ورځ وویل چې د روسیې ولسمشر پوتین له پریګوژین سره د جون په ۲۹مه لیدلي.
پنځه ورځې وروسته له هغه چې پریګوژین د روسیې د پوځي مشرتابه پر ضد له بغاوته لاس واخیست.
د جون په ۲۴ د واګنر اجیرو ملېشو د خپل مشر یوګیني پرګوژین په امر د روسیې جنوبي ښار روستوف پوځي اډې او هوايي ډګر ونیوه او د دې ډلې شاوخوا ۲۵ زره جنګیالي د مسکو پر لوري ور مرش شول.
د واګنر جنګیالیو د اوکراین د یرغل پر مهال په اکثرو لومړیو کرښو کې حضور درلود او د روسیې لپاره یې ډېرې سیمې اشغال کړې.
خو د پوتین د حکومت په تېره بیا د هغه د نږدې متحدینو په وړاندې وسلهوال پاڅون او کلک مخالفت د هغه په تېره څه باندې شل کلنه واکمني کې د خطر یو زنګ او د روسیې لپاره کورنی کړکېچ وبلل شو.