نن دوشنبه د می ۹مه په دويمه نړيواله جګړه کې د نازي جرمني پر وړاندې د روسيې او د پخواني شوراوي اتحاد د بريا له ورځې سره برابره ده.
ټاکل شوې دغه ورځ په مسکو کې له ځانګړو مراسمو سره چې نظامي پرېډ هم په کې شامل دی، ونمانځل شی. لوېديځ چارواکي بيا اندېښنه لري چې ښايي ولسمشر ولاديمير پوتين به په دې مراسمو کې د خپلې وينا پرمهال، په اوکراين کې رسما د جګړې اعلان وکړي.
د دوی په خبره، د جګړې له اعلان سره دا احتمال هم شته چې پوتين د اوکراين په دوبناس سيمه کې د خپلې بريا اعلان وکړي او په دې توګه به امريکا او لوېديځ ته د خپل قووت په اړه ځانګړی پيغام ورکړي.
خو د روسيې د ولسمشر وياند ديميتري پيسکوف څو ورځې وړاندې ويلي و، چې په اوکراين کې د جګړې اعلان له احتمال لرې خبره ده او په خبره يې دامهال په اوکراين يوازې د روسيې ځانګړي نظامي عمليات دوام لري.
روسيې د روان کال په تېره فيبروري کې پر اوکراين بريد پيل کړ او له شاوخوا د دوه نيمو مياشتو په تېرېدو سره، د يادې جګړې له امله زرګونه کسان وژل شوي او څه باندې ۷ ميليونه اوکراينيان له خپلو سيمو بېځايه او بهرنيو هېوادونو ته کډوال شوي.
د تازه خپرو شوو راپونو له مخې، روسي ځواکونو په اوکراين کې پر هغه ښوونځي هوايي بريد کړی، چې عامو خلکو ترې د پټنځي په توګه ګټه اخيسته. په دې بريد کې لږ تر لږ ۶۰ تنه وژل شوي دي.