د روسيې ټاس خبري اژانس د دې هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين په حواله راپور ورکړی، چې د نړيوالو بنديزونو د مقاومت په صورت کې د روسيې اقتصادي وضعيت د ثبات پر لور روان دی.
پوتين ويلي، د روسيې اقتصاد او د دې هېواد پولي واحد «روبل» ارزښت ثبات پر اوکراين له بريد وړاندې د فيبروري مياشتې د ثبات نمايي حالت ته ګرځېدلی او په خبره يې ژر به دا هر څه خپل پخوانی حالت اختيار کړي.
نوموړي ويلي، چې د نړيوال بنديزونو پر وړاندې روسيې سخت مقاومت کړی او په خبره يې په کور دننه د امکاناتو په برابرولو سره، دولت وکولی شول چې اقتصادي ثبات هم په نسبي توګه کنټرول کړي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي، حکومت په کور دننه خلکو او کاروباريانو ته لازمې مالي اسانتياوې برابرې کړې، چې له مخې يې خلکو بانکونه ته په زياته پيمانه امانتونه سپارلي دي. نوموړي دې ټولو ته په پام سره زياته کړې، چې د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د ټولې روسيې په کچه د تادياتو ټولهييز کچه ۵۸ مېليارد ډالرو ته رسېدلې ده.
پر اوکراين د روسيې د بريد له پيل سره امريکا او اروپا اعلان وکړ، چې پر روسيې د اقتصادي بنديزونو لګولو له لارې هڅه کوي څو دا هېوادو له اقتصادي پلوه کمزوری او پر اوکراين يې له بريد په شا کړي.
يادو هېوادونو د خپلو دې هڅو په ترڅ کې پر روسيې سخت او درانه بنديزونه لګولي دي.