Home » سیمه او نړی » پوتين: د امريکا او مسکو اړيکې تر وروستي حد ټيټې شوي
رویداد خبري آژانس

پوتين: د امريکا او مسکو اړيکې تر وروستي حد ټيټې شوي

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي، په وروستيو کلونو کې د امريکا او روسيې اړيکي خورا ټيټې کچې ته را لوېدلي او په خبره يې روانه اونۍ داسې مهال له ولسمشر جوبايډن سره ګوري چې سياسي اړيکې يې په ټېټه کچه کې دي.

نوموړي له اېن بي سي ټلوېزيون سره په يوه تازه مرکه کې ويلي، روسيه له امريکا سره سياسي اړيکې لري؛ خو په خبره يې دا اړيکې په وروستيو کلونو کې تر وروستي حده را ټيټې شوي دي.

پوتين د يوې پوښتنې په ځواب کې د امريکا مخکينی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځيرک بللی، خو برعکس ولسمشر بايډن يې بيا له نوموړي څخه يو متفاوت سياسي کريکټر لرونکی کس ياد کړی دی.

نوموړي په تېره مارچ مياشت د يوې مرکې پرمهال بايډن قاتل بللی و او ويلي و چې د نوموړي په اړه ورته ډېرې ادعاوې موجودي دي.

بل پلو، اروپا ته ولسمشر بايډن د خپل ۸ ورځني سفر د پيلولو پرمهال ويلي و چې امريکا له روسيې سره د جګړې کولو په هڅه کې نه ده، خو ولسمشر پوتين ته به له تاوتريخوالي د نوموړي راګرځولو په موخه واضېح پيغام ورکړي.

ټاکل شوې چې د امريکا او روسيې ولسمشران د راتلونکې چهار شنبې په ورځ په جينوا کې مخامخ سره وګوري او د نورو مسايلو ترڅنګ ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سياسي اړيکو هم خبرې وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...