Home » افغانستان » پوتين او عمران خان د افغانستان په اړه پر نږدې همکاريو سلا شوي

پوتين او عمران خان د افغانستان په اړه پر نږدې همکاريو سلا شوي

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د پاکستان لومړي وزير عمران خان پرون دوشنبه د (مرغومي په ۲۷مه) په خپلو کې ټليفوني خبرې کړي او د يادو خبرو پرمهال يې پر افغانستان هم بحث کړی دی.

د يادو ټليفوني خبرو پرمهال عمران خان ويلي، دامهال افغانستان له بشري او اقتصادي پلوه له يوه ناسم وضعيت سره مخ دی او زياته کړې يې ده چې د ياد وضعيت د مخنيوي لپاره د نړيوالې ټولنې همکاريو ته اړتيا ده.

نوموړي زياته کړې چې په افغانستان کې اوسني وضعيت ته په پام سره دا هم اړينه ده، چې د نوموړي هېواد کنګل شوې شتمني بېرته ازاد شي. عمران خان ويلي چې سوله‌ييز او باثباته افغانستان د سيمې د ثبات لپاره خورا هم دی او په همدې موخه د سيمې هېوادونو او په ځانکړې توګه د روسيې او پاکستان نږدې همکاريو ته اړتيا ده.

له دې سره د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم رضايت ښودلی چې د افغانستان اړوند مسايلو په تړاو به له پاکستان سره له نږدې کار کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...