د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له خپل تاجکستاني سيال امام علي رحمان سره د نورو مسايلو ترڅنګ د افغانستان-تاجکستان ترمنخ د پولې پر امنيت هم خبرې کړي.
په يادو ټليفوني خبرو کې ويل شوي چې په افغانستان کې د داعش ډلې اړوند جنګيالي شتون لري او د يادو جنګياليو موجوديت يوه عمده اندېښنه ده.
کريملېن په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ دا خبرې پرون جمعه د (وري په ۱۹مه) شوي او په کې ټينګار شوی، چې داعش ډله د افغانستان په شمال کې جنګيالي لري. د کريملېن په باور دا خپله په دې هېواد کې د داعش ډلې د موجوديت ښکارندويي کوي.
له دې سره په تاجکستان کې د روسيې سفير اېګور لياکين فرولو وايي، چې د مختلفو ډلو په موجوديت کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې وضعيت له اندېښنې خالي نه دی.
نوموړي ويلي چې دامهال د يادې پولې د خوندي کولو په موخه اقدامات پيل شوي او په ترڅ کې به يې د تاجکستان په خاوره کې، د افغانستان پولې ته نږدې يوه پوځي هډه جوړه شي.
فرولو زياته کړې چې د دې هډې د جوړولو کارونه به ژر پيل او سر ته ورسېږي. روسيې د دې پوځي هډې د جوړولو لپاره يو ميليون ډالر ځانګړي کړي دي.
خو اسلامي امارت تل په افغانستان کې د داعش فزيکي حضور رد کړی او ويلي يې دي چې دا ډله د افغانستان او د افغانستان له لارې سيمې ته جدي خطر نه دی.