Home » افغانستان » په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن(دوشنبه، د زمري لومړې نېټه) په یوې خبرپاڼه کې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د باران ورېدو او د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.

خبر پاڼه کې بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پنجشېر، کاپیسا او پروان هغه ولایتونه دي چې د باران د ورښت او سېلابونو د پېښیدو اټکل په‌ کې شوی دی.

د هواپېژندنې ادارې د معلوماتو پر بنسټ په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۳۵ ملي ‌مټرو د باران د ورښت د کچې وړاندوینه شوې ده.

خبرپاڼه کې دغه راز په شمالي، لوېدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کې د تېزو بادونو اټکل هم شوی دی.

په دې وروستیو کې د وروښتونو له امله راوتلو سېلابونو او چټکو توپانونو د هېوادو د نورو ولایتونو سربېره په ختیځ کنړ، لغمان او په ځانګړې توګه د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...