د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، سرپل، بلخ، بامیان، پنجشېر، پروان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو او سالنګونو کې د نسبتاً سختو اورښتونو، تالنده او برېښنا او سېلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
د دغه رياست د وړاندوينې له مخې، د يادو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې به په ټولیز ډول د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.
دغې ادارې د هېواد په مرکزي، شمال لوېديځ، لوېديځ او سوېل لوېديځو ولايتونو کې د سختو بادونو د را الوتو د احتمال خبر هم ورکړى دى.
په تېرو میاشتو کې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د طبیعي پېښو؛ په ځانګړي ډول د ویجاړونکو سېلابونو شاهدان وو، چې یو شمېر کورنیو ته په کې ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.