د روسیې دفاع وزارت وایي چې د اوکرایني ځواکونو تازه بریدونه یې په شا تمبولي او په دې جګړه کې ۶۰۰ اوکرایني پوځیان وژل شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، چې دا عملیات پرون جمعه د سلواغې ۱۳مه شوي او په دونتسک سیمه کې اوکراین ۲۹۰ ځواکونه له لاسه ورکړي دي.
د روسيې دفاع وزارت همداراز ویلي چې په کوپیانسک او کراسنولیمانسک سیمو کې هم د اوکرایني ځواکونو د ۸ بریدونو مخه نیول شوې او په دې نښتو کې د کیف ۳۱۰ پوځیان وژل شوي دي.
د روسیې د دفاع وزیر، سرګئی شویګو په وینا چې په تېره میاشت کې د وژل شویو او ټپي اوکرایني ځواکونو شمېر ۲۳ زره ته رسېږي.