د راپورونو له مخې پېښه د کوټې ښار د سرینا هوټل مخې ته شوې ده.
په دې پېښه کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د پاکستاني رسنیو معلوماتو له مخې ددې چاودنې له امله څلور ملکیان هم ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.
بلخوا په هوټل کې د عمران خان د حکومت مخالف بلاول بوټو هم حضور درلود. هغه په یوه ټوېټ پیغام کې دغه برید غندلی او د پاکستان پر حکومت یې غږ کړی دی چې د ترهګرو له پالنې لاس واخلي.
دده په وینا دا چاودنې هغه ترهګر ترسره کوي چې پاکستانی حکومت یې روزي او پالي.