د پوهنې وزارت په کندهار او هلمند ولایتونو کې تر امر ثاني پورې ځايي ټولګي وتړل.
د کندهار د پوهنې ریاست ویاند وکیل احمد متوکل رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې، دغه پرېکړه د مؤسساتو پر یو شمېر فعالیتونو تر ملاحظاتو وروسته شوې. په دې اړه نور جزیات نهدي ورکړل شوي.
ځايي ټولګي د افغانستان په هغو سیمو کې فعال دي چېرته چې ماشومان ښوونځیو ته لاسرسی نهلري.
ویل کېږي یوازې په کندهار ښار او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۵۸۸ ځايي ټولګی فعال دي چې د یونېسف او نورو مؤسسو لهخوا یې مالي ملاتړ کېږي.
په دې ولایتونو کې د ځايي ټولګیو د تړلو پرېکړه داسې مهال کېږي چې، طالبانو له پوهنتوني زدهکړو د نجونو او ښځو د راګرځولو ترڅنګ له شپږم ټولګي پورته ټولې نجونې هم له ښوونځیو منع کړي دي.