Home » سیمه او نړی » په کرونا د بایډن له اخته کېدو سره سم د هغه ټاکنیزې غونډې لغوه شوې

په کرونا د بایډن له اخته کېدو سره سم د هغه ټاکنیزې غونډې لغوه شوې

سپینې ماڼۍ پرون (د چنګاښ ۲۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دامریکا ولسمشر، جو بایډن په کوویډ ۱۹ اخته شوی او له معایناتو وروسته یې په ناڅاپي توګه د نوادا ایالت په لاس‌ویګاس ښار کې خپله بیانیه لغوه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند، کارن ژان پییر، په یوه اعلامیه کې ویلي چې بایډن د کوویډ ۱۹ کمزورې نښې لري. هغه زیاته کړې چې بایډن د کرونا ضد واکسین کړي دي او په وینا یې چې نور به پخپل کور کې قرنطین شي.

کارن ژان پییر ویلي چې سپینه ماڼۍ به په منظم ډول د ولسمشر بایډن د روغتیایي حالت په اړه معلومات ورکوي او نوموړی به خپل ټول کارونه له خپل کور څخه تر سره کوي.

د متحده ایالاتو د ۸۱کلن ولسمشر ډاکټر ویلي چې هغه هېڅ ډول تنفسي ستونزه نه لري، د بدن حرارت او د وینې د اکسېجن کچه یې عادي دي.
Edited4m

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...