Home » افغانستان » په کابل کې د هسپانیا سفیر:له افغان سولې او لاس ته راوړنو له ساتلو ملاتړ کوو
رویداد خبري آژانس

په کابل کې د هسپانیا سفیر:له افغان سولې او لاس ته راوړنو له ساتلو ملاتړ کوو

په کابل کې د هسپانیا سفیر ګبرائیل فیران کارین وایي له افغانستان سره به یې مرستې او همکارۍ دوام کوي.

په کابل کې د هسپانیا سفیر د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو جدي اړتیا ده او دوی هڅه کوي خپل دا دریځ له نړیوالو سره هم شریک کړي.

سفیر ویلي دوی ددې غوښتونکي دي چې نړیوال د افغان جګړې په پای ته رسولو کې همکارۍ ډېرې کړي.

هغه همدا راز د تېرو شل کلنو لاس ته راوړنو پر ساتلو هم ټینګار کړی دی او په خبره یې هسپانیا ژمنه ده چې د تېرو لاس ته راوړنو او لا پراختیا په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

اتمر هم د هسپانیې له دایمي مرستو مننه کړې ده او له دغه هېواد یې غوښتي چې د سولې په برخه کې رغنده رول و لوبوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...