Home » سیمه او نړی » په کابل کې د بریتانیا سفارت نیپالي ساتونکي له لندنه نه ایستل کېږي

په کابل کې د بریتانیا سفارت نیپالي ساتونکي له لندنه نه ایستل کېږي

په کابل کې د بریتانیا سفارت یو شمېر نیپالي ساتونکو ته ویل شوي دي چې له بریتانیا د شړلو چاره یې درول شوې ده.

دا ساتونکي چې د ”ګورکها” په نامه یادېږي، په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته بریتانیا کې مېشت دي. پر هغه هوټل چې دا ساتونکي پکې مېشت وو، له یوې چاپې وروسته او د یو شمېر ګورکها ساتونکو له نیول کېدو وروسته داسې اسناد خپاره شول چې ګواکې دا ساتونکي به هند او نیپال ته واستول شي.

خو اوس د بریتانیا کورنیو چارو وزارت وايي، د دوی شړلو چاره یې درولې ده.

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت یوه ویندوی بي بي سي ته وویل: ”د دې ډلې ایستلو چاره تر بیا کتنې پورې درول شوې ده.” د یادونې ده، چې یو شمېر دې کسانو ته د کورنیو چارو وزارت له لوري په بریتانیا کې د اوسېدو دائمي ویزې ورکړل شوې او یاد وزارت مخکې ویلي و چې د دې ډول ویزې لرونکي کسان له هېواده نه باسي.

په کابل کې د هغې ودانۍ ساتنې لپاره چې د بریتانیا او کاناډا سفارتونه پکې وو، ۱۳ تنه نیپالي ساتونکي په دنده ګومارل شوي وو.

تېره اونۍ ګهیځ وختي د لندن ختیځ له هغه هوټله له دې ډلې لس کسان لاس تړلي نیول شوي وو، چې دوی پکې مېشت دي. دې کسانو د هوټل په پخلنځي کې د افغان کډوالو لپاره خواړه چمتو کول.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...