Home » سیمه او نړی » په چمن کې چاودنې ۲۳ تنه مړه او ټپيان کړل
رویداد خبري آژانس

په چمن کې چاودنې ۲۳ تنه مړه او ټپيان کړل

 نن ډېورنډ کرښې ته څېرمه په چمن سيمه کې د پاکستان د مخدره موادو ضد ادارې پر موټر چاودنه شوې چې پکې پنځه تنه وژل شوي او اتلس نور ژوبل دي.

د چمن د پوليسو مشر محسن خان وايي، چاودنه په يوه موټر سايکل کې د ځای پر ځای شويو بمونو د چاودېدو له امله شوې ده.

دی وايي، د چمن پر مال سړک د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د ادارې موټر روان و چې د پېښې ځای ته له رسېدو سره سم چاودنه ورباندې شوې ده.

د چمن د روغتون ډاکټران وايي، د پېښې له ځایه د پنځو تنو جسدونه او اتلس ټپيان وروړل شوي دي. دوی په ټپيانو کې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بولي. تر اوسه د دغې چاودنې مسووليت کومې ډلې نه دی منلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...