Home » افغانستان » په ځینو هېوادونو کې د افغان ښځو په ملاتړ غونډې شوي

په ځینو هېوادونو کې د افغان ښځو په ملاتړ غونډې شوي

د اروپا او د نړۍ ځینو نورو ښارونو کې د افغانستان د نجونو او ښځو د حقونو په ملاتړ لاریونونه وشول.

معترضانو لندن، فرانکفورټ،‌ برلین، پاریس، نورنبرګ، بروکسل، واشنګټن او ځینو نورو ښارونو کې د افغانستان د ښځو وضعیت ته د نړیوالو د لا نور پام اړولو غوښتنه وکړه.

د غونډې ګډونوالو پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په عملي توګه دې د افغان ښځو ملاتړ وکړي. دوی د ا.ا په چارواکو غږ وکړ چې افغان ښځو ته د زده کړو او کار کولو اجازه ورکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم وړمه ورځ د تړلو دروازو ترشا خپله غونډه د ښځو وضعیت ارزولو ته ځانګړې کړې وه.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...