Home » افغانستان » په پاکستان کې د افغانستان سفیر له خپلې دندې نه استعفا ورکړه
رویداد خبري آژانس
عاطف مشعل په اسلام کې د افغانستان سفیر

په پاکستان کې د افغانستان سفیر له خپلې دندې نه استعفا ورکړه

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل نن چهارشنبه د جولای ۲۹ (زمری۸) پرخپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د نورو زده کړو ترسره کولو او ځینو معاذیرو له مخې دکار دوام ورته ستونزمن شوی.

نوموړي ویلي چې د تیر کال د لیندۍ میاشتې پر ۲۵مه نېټه یې هم ولسمشر غني ته خپله استعفا وړاندې کړې وه او د روان کال د زمري میاشتې پر۵مه نېټه یې خپل دوهم استعفا لیک هم ولسمشر غني ته وړاندې کړی دی.

عاطف مشعل ویلي:”د نورو لوړو زده کړو د فُرصت نه ګټه اخېستو او ځینو معاذیرو له مخې راته د کار دوام سخت شو چې لاچاره مې د تېر کال د لیندۍ میاشتې په ۲۵ نېټه خپله لومړۍ استعفاء د افغانستان اسلامي جمهوریت جلالتمآب جمهور رئیس ته وسپارله. او په ۲۵/سرطان/ ۱۳۹۹ نېټه مې خپل دویم استعفی لیک هم لاسلیک کړ.”

رویداد خبري آژانس

نوموړي زیاته کړې چې د اوسني ماموریت پای به یې هیواد ته د خدمت کولو خاتمه نه وي او زیاتوي چې په راتلونکي کې به هم هیواد ته خدمت کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست او د بهرنیو چارو وزارت وزارت تر دامهاله له دندې څخه د عاطف مشعل د استعفا په اړه څه نه دي دیلي.

شکرالله عاطف مشعل تر دې مخکې د څو کلونو لپاره د افغانستان د کرکټ بورډ رئيس و او تر هغه وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وټاکل شوو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...