Home » سیمه او نړی » په پاکستان د جنسي زورونې پیښې زیاتې شوي

په پاکستان د جنسي زورونې پیښې زیاتې شوي

د پاکستان د ماشومانو د حقونو یوه بنسټ ( ساحل) د تېر میلادي کال د لومړيو شپږو مياشتو په راپور کې ويلي، چې په دغه موده کې يې پر ماشومانو د جنسي تیري ۲۲۱۱ پېښې ثبت کړي.

د راپور له مخې، د 2021م کال په لومړيو شپږو میاشتو کې پر ماشومانو د جنسي تیري متوسطې پېښې ۱۰ وې.

 د پښتونخوا لپاره د پاکستان پولیسو ویلي، چې په 2019 کې پر ماشومانو د جنسي تیري 185، 2020 کې 323 او 2021م کال کې360 پېښې یې ثبت کړي.

د ماشومانو د حقونو مبارز عمران ټکر ويلي، چې له تیرو درېيو کلونو راهیسې پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تیري پېښې ۹۰ سلنه زياتې شوي.

ويل شوي، چې له جنسي تیري وروسته د ماشومانو د وژل کیدو پېښې هم زياتې شوي دي.

د راپور له مخې، د جنسي زیاتي سره د مخ شوو ماشومانو عمرونه د 6 نه تر 11کالو پورې دي چې دې کې 55 فیصده جینکۍ او 45فیصده هلکان دي.

د پاکستان د حکومت منتقدین د دغو پېښو د زیاتېدو يو اصلي دليل پر مجرمینو د قانون نه عملي کېدل ګڼي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...