د ا.ا د معلوماتي او ټکنالوژۍ وزارت وايي، چې اوسمهال د ټول هېواد په کچه له ۲۳ میلیونو زیات سیمکارتونه فعال دي.
د ا.ا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي رسنیو ته ویلي چې د سیمکارټونو د بیا ثبتونې بهیر له پیله تر اوسه څه باندې ۷ میلیونه سیمکارتونه ثبت شوي دي.
د ښاغلي الکوزي په وینا چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سیمکارټونو د قانوني کولو او د کړنلارو د پلي کولو په موخه تر اوسه شاوخوا ۷٫۸ میلیون سیمکارټونه ثبت او راجستر کړي دي.
د ویلو ده د یاد وزارت مسوولینو تر دې وړاندې ملت ته د حکومت د حساب ورکړې په پروګرام کې ویلي وو، چې په هېواد کې د مخابراتي شبکو د سیمکارټونو د غیر قانوني وېش ۹۸ سلنه مخنیوی شوی دی.