پېښو ته د رسېدو په چارو کې د حکومت وزارت وايي د وروستیو سېلابونو له امله د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوې ده.
د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي “د ۱۴۰۲ لمریز کال چنګاښ میاشتې له ۲۹ د زمري میاشتې تر دویمې نېټې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله د هېواد په اتو ولایتونو کې ۳۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، ۵۷ تنه ټپیان شوي او دوه تنه ورک دي.”
دغه سېلابونه د افغانستان په اتو ولایتونو، کونړ، کابل، خوست، پکتیا، وردګ، غزني او ننګرهار کې راوتلي دي، چې تر ټولو درنه مرګ ژوبله او زیان یې د وردګو په ولایت کې اړولی دی.
په افغانستان کې د هوا له تودېدو سره هم مهاله ځینو سیمو کې د سختو ورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي او درانه ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.
دغه وزارت دغه راز ویلي و “په میدان، جلریز، نرخ، جغتو، چک او سید اباد ولسوالیو کې ۳۰ تنه شهیدان، ۱۵ ټپیان شوي او له ۴۰۰ ډېرو کورونو ته” زیان اوښتی دی.
چارواکو په پغمان ولسوالۍ کې هم د ورښتونو له کبله د زیان اوښتو خبره کړې ده.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د سرپرست حکومت وزارت وايي د وروستیو سېلابونو له امله په ټول افغانستان کې تر اتو سوو ډېر کورونه ویجاړ شوي دي. ۴۵۶ څاروي مړه شوي او تر څنګ یې د ۷۰۰۰ جریبه ځمکو او باغونو حاصلات له منځه تللي دي.