د ویټنام امنیتي چارواکي وایې، چې د دغه هیواد په پلازمېنې(هانوې)کې په یوه کافه خونه کې د اور لګېدنې پر مهال یوولس کسانو خپل ژوند بایللی دی.
د امنیتي چارواکو په وینا چې دا پیښه تېره شپه(چهارشنبه،۲۸د لېندۍ)په یوه کافه خونه کې رامنځته شوې ده.
د پولیسو د مالوماتو له مخې د یادې پېښې په تړاو یې یو شکمن کس نیولی او دغه کس له کارکوونکو سره تر شخړې وروسته د دغې درې پوړیزې کافې خونې په لومړي پوړ کې تېل شیندلې او بیایې اور ورته کړی دی.
له دې څه موده وړاندې په کینیا کې هم په یوه ښوونځي کې اور لګېدلی و، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۷ زده کوونکي مړه شوي وو.